د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... محمد امامی كاشانی داسلامی جمهوری نظام تر دباو لاندې راوستلو لپاره د دښمنانو هڅو ته په اشارې سره وويل، دښمن د اسلامی شورا د راتلونكو انتخاباتو په زمينې كې د پانګونې په حال كې دی، او هڅه كوی چې دايران خلك په دغو انتخاباتو كې اكثريت ګډون ونلری.
هغه ددې خبرې په كولو سره چې د ايران رهبری، د دين په اساس ده ، او اسلامی انقلاب له ټولو اندیښنو سره سره مخ په وړاندې روان دی، په اوسنی پړاو كې دايران اړتيا، يووالی وباله او له ټولو ډلو یې و غوښتل چې په ولايت فقيه په تكيی سره، خپل يووالی وساتی څو د برياليتوب په لارې كې حركت دوام وكړی.
هغه زياته كړه، د ايران په ضد د بانكی او تيلی بنديزونو او ګواښونو په اپوټه چې د لويدیځو هيوادونو له لوری لګول شوی، د ايران د پرمختګ بهير په چټكې سره روان دی، او د ايران ملت تل په بيلا بيلو ډګرونو او شرايطو كې خپل بې ساری ګډون اثبات كړیږ
د جمعې لمانځه خطيب ايت الله كاشانی ټينګار وكړ، بنديزونو د ايران ملت پايداره كړی، او له ايرا نه د تيلو د نه اخستلو په اړه د اروپا نوی بنديزونه هم په نهايت كې د اروپايی هيوادونو په تاوان وی.
آيت ا... امامی كاشانی همداراز د سلواغې په ۲۲ د يوم ا... په ورځ په لاريون كې د ايران دملت بې ساری ګډون ته اشاره وكړه او وې ويل، د ايران په اسلامی نظام كې دغه تاريخی ورځ ، يو الهی او تل پاتې حركت بلل كیږی.
954835