د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د ايشيائی سيمې د څانګې د رپورټ له مخې، د افغانستان د بهرنيو چارو د كمیټې مشر محسن پاك آئين د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د ايران، پاكستان او افغانستان د جمهوررئيسانو په ګډون او د خپل مينځی اړيكو د پراختيا، په سيمه كښې د سولې او امنيت د شرائطو د رامينځته كولو په لړ كښې د همكاريو د پياوړتيا او د افغانستان په بيا رغاونه كښې د مشاركت د زياتولو په هدف سره د اسلام آباد غونډه، د هغه د فعالې سيمه ايزې ډيپلماسۍ ښودونكی دی.
دوی زياته كړه: د دغې غونډې ترسره كولو ته د دغو دريو هيوادونو د پاملرنې يو علت او انګيزه، په افغانستان كښې د امنيت په ټينګولو كښې په تيرو ١٠ كالو كښې د سيمې نه د بهرو هيوادونو او په څرګنده توګه د ناټو د غړو هيوادونو ناكامی وه.
955196