د سفيرنيوز خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سویټزرلينډ د مسلمانانو مركزی شوری د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وكړ چې د ٢٠١٢ كال اسلامی اتحاد نومې بين المللی كانفرنس چې ټاكل شوې وه له ټولې نړۍ څخه د ١٨٠٠ مسلمانو پوهانو په ګډون سره د كب يا حوت د مياشتې په شپږمه نیټه ترسره شی، د ځائی چارواكو د مخالفت په دليل لغوه شو.
د دغې بيانیۍ په دوام كښې څرګندونه شوې ده چې د سویټزرلينډ د دوو ښارونو چارواكو چې د دغه كانفرنس جوړولو لپاره ئې د سویټزرلينډ د مسلمانانو د شوری سره موافقه كړې وه، د كانفرنس د ترسره كيدو په درشل كښې اعلان وكړ چې د نظر وړ سالونونه يا هالونه د مسلمانانو د شوری په واك كښې نه وركوی او په همدې وجه به دغه اسلامی غونډه ترسره نه شی. 955945