IQNA

بریګهم يانګ پوهنتون د اسلامی هنر د نندارتون كوربه

22:15 - February 20, 2012
د خبر لمبر: 2277775
بين المللی ډله: د امريكې په يوټا ولايت كښې د بریګهم يانګ پوهنتون د هنر ميوزيم به د روانې كب د مياشتې له ٥ نیټې څخه د اسلامی هنر د آثارو د نندارتون كوربه وی.
د «Islam Today»خبری سائیټ له قوله ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، په دغه نندارتون كښې به د اسلامی هنر له ٢٥٠ نه زيات اثرونه نندارې ته كیښودل شی چې تراوسه پورې په امريكا كښې نندارې ته نه دی ایښودل شوی.
دغه هنری آثار د بریګهم يانګ پوهنتون له خوا له امريكې، اروپا او له مينځنی ختیځ څخه راغونډ كړې شوی دی.
دغه نندارتون به د راتلونكی كال د تلې د مياشتې تر اتمې نیټې پورې دوام ولری او له هغې نه پس به د امريكې د انډيانا ولايت و (انډيانا پوليس) د هنر په ميوزيم، د نيوجرسی ولايت په (نيوآرك) ميوزيم او د آرګن ولايت په (پورټ لينډ) نومی د هنر په ميوزيم كښې نندارې ته كیښودلې شی. 956038
captcha