د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه ټينګار وكړ چې دا خبرې اترې به د ملګرتياوو په چوكاټ كې د راتلونكو خپرو اترو لپاره زمينه برابره كړی .
مهمانپرست د اسلامی ايران او د ۱+۵ ډلې تر منځ د خبرو اترو د بيا پيل په اړه وويل لودیځ تل هڅه كوی له بيلابيلو لارو خپلې موخې تر لاسه كړی خو هغه څه چې بايد په اجنډا كې ورته ځای وركړل شی له اسلامی ايران سره د خبرو اترو لپاره د لودیځ د ښه نيت څرګندول دی .
د بهرنيو چارو وزارت ويندوی وويل كه لودیځ ریښتيا هم په سوريه كې ديموكراسی او آزادی غوښتئ په يمن او بحرين كې به ېې د ديكتاتورانو په لاس د خلكو له وژلو ملاتړ نه كاوه .
نوموړی څرګنده كړه لودیځ يواځې د سورېې بې ثباته كول غواړی چې ګټه به ېې صهيونيستی رژيم ته رسیږی .
مهمانپرست د سورېې په ضد د عربو اتحادېې اقدامات هم يوه تيروتنه او فتنه وبلله چې د لودیځ او صهيونيستی رژيم له لورې طراحی شوې ده .
957649