IQNA

د ناټو قوماندان له افغانستان مسلمانانو بخښنه ؤغوښته

21:00 - February 21, 2012
د خبر لمبر: 2278441
نړيواله ډله: د افغانستان د پروان ولايت په بګرام هوايی ډګر كښې ميشتو آمريكايی پوځيانو يو وار بيا له خځلو سره يو ځای څو قران شريفونو ته اور اچولی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په افغانستان كښې د ايساف ځواكونو قوماندان هم دغه خبر تائيد كړی او اعتراف یې كړی دی د قرآنكريم په شمول څو دينی كتابونه په ناسم ‌ ډول له مينځه وړل شوی دی .
د سمير په نامه د بګرام د هوايی ډګر يو افغان كاركوونكې هم په دې اړه وويل آمريكايی ځواكونو پرون د دغه اډی په مينځ كښې د قرآنكريم څو نسخو ته اور واچاوه ، چې ددغه هوايی اډی افغان كاركوونكو ورسره مخالفت وكړ چې له آمله یې د هغوئ او امريكايی ځواكونو تر مينځ نښته وشوه چې پكې يو افغان كاركوونكی ژوبل او پنځه نور هم د آمريكايی پوځيانو لخوا ونيول شول .
د افغانستان د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ آمنيی قوماندان عبدالحفيظ متوصل وايی نن د بګرام ولسوالۍ په زرګونو خلكو د آمريكايی نيواكګرو لخوا د قرآن د سوځولو په اعتراض كښې ، دغې اډې ته نږدې اعتر اضيه مظاهرې وكړی .
تير كال په امريكا كښې د يوه پادری لخوا قرآن شريف په همدې لړ كښې وسوځول شو .
البته بايد ووايو چې د قرآن كريم دښمنان هیڅكله دغه آسمانې كتاب ته تاوان نه شی رسولای ، خو ځينی مسلمانان د قرآن له درسونو په غلط اخيستون سره دغه الهی كتاب ته خطرناك ګوزار وركوی .
د القاعدی او تكفيری ډلو په څير په مسلمانانو كښې ځينی سرزورې ډلی د قرآنكريم له متنونو په ناوړه استفادې او يا غلط اخيستون سره د اسلام او قرآن دښمنانوته دا پلمه په لاس وركوی چې د مقابل لورې سرزورې ، دغه ډلی د قرآن پيروانی وبولی او د هفوئ ناوړه او غلط كارونه په قرآن پورې وتړی چې دلته بايد مسلمانان لومړی د كورنيو دښمنانو چاره وروكړی .
957733
captcha