IQNA

په هندوستان كښې شرعی پوښتنو ته د ځواب وركولو سائیټ جوړ شو

23:01 - February 21, 2012
د خبر لمبر: 2278461
بين المللی ډله: د هندوستان مسلمانان اوس كوې شی له يو نوی سائیټ څخه په استفادې سره دينی عالمانو ته د ټيليفونی يا ايميلی لاس رسۍ په ترڅ كښې خپلې شرعی پوښتنې مطرح كړی او د هغو ځوابونه ترلاسه كړی.
د «IINA» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې، د هندوستان د چنائی ښار د اسلامی تحقيق او لارښوونې د مركز يو مسئول محمدذبيح الله بیګ د دې خبر په اعلانولو سره ووئيل: دا كار د مسلمانانو شرعی پوښتنو او سوالونو ته د آسانې او چټكې ځواب وركونې د امكان د رامينځته كولو په موخه ترسره شوی دی.
دوی زياته كړه: د دغې طرحې د پيلولو نه وروسته د هندوستانی مسلمانانو نه علاوه له امريكې، بريطانیۍ، ملائشيا، سنګاپور، سری لنكا، فرانسې، قطر، اماراتو، سعودی عربستان او له افريقائی هيوادونو څخه هم مسلمانان خپلې پوښتنې او شبهات د دغه سائیټ له لارې علماؤ ته مطرح كوی او دا كار اسلامی اصولو او په ژوند كښې د هغو استعمالولو ته د خلكو د پاملرنې د زياتيدو سبب شوی دی.
هندوستان په تقريبا ١٤٠ ميليون مسلمانانو سره له انډونيشيا او پاكستان نه پس د مسلمانانو د شمير له لحاظه د نړۍ دريم ستر هيواد دی. 956651


captcha