IQNA

د امام زمان (عج) د مقدس ساحت سپكاوی كونكی كويتی ليكوال زندانی شو

23:01 - February 21, 2012
د خبر لمبر: 2278462
بين المللی ډله: د امام زمان (عج) د مقدس ساحت سپكاوی كونكی كويتی سلفی يا وهابی ليكوال محمدالمليفی د دغه هيواد د څارنوالی په حكم بندی شو.
د «إبا» په نامه د شيعه مسلمانانو د خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: د كويت څارنوالی وړمه ورځ اعلان وكړ، محمدالمليفی به د لازمو تحقيقاتو او څیړنو د ترسره كولو لپاره تر راتلونكو ٢١ ورځو پورې د كويت په مركزی جيل كښې په لنډمحاله توګه بندی وی.

د كويت څارنوالۍ په دې هكله اعلان وكړ: محمدالمليفی، د شيعه مذهب په سپكاوی كولو، په دغه هيواد كښې د ملی وحدت په خرابولو او د فرقه ايزې فتنې په رواجولو باندې تورن دی او په څو وروستيو ورځو كښې د تحقيق او تفتيش وړ ګرځيدلی دی.
د وئيلو ده چې د كويت شيعه مسلمانانو په تيرو ورځو كښې د اعتراضی غونډو په جوړولو سره د دغه سپكاوی كونكی ليكوال د محاكمه كيدو غوښتنه وكړه او د دۀ او د وهابيانو اقدامات ئې د شيعه مسلمانانو سپكاوی او په دغه هيواد كښې د شيعه او سنی د وحدت خرابيدل وبلل. 956732
captcha