IQNA

په عراق كښې د آيت الله سيستانی د معتمدانو پرخلاف د ترهګرانه اقداماتو دوام

23:01 - February 21, 2012
د خبر لمبر: 2278466
بين المللی ډله: د عراق د بابل ولايت پوليسو وړمه ورځ د (حله) ښار په جنوب كښې د آيت الله العظمی سيدعلی سيستانی د يوې دينی مدرسې په نژديو كښې د يو بم د كشفيدو او شنډيدو خبر وركړ.
د (ابا) خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې، د بابل ولايت امنيتی سرچينو اعلان وكړ: د بم شنډونكو ځانګړو ځواكونو پرون وكړې شول يو بم چې د (حله) ښار په ١٦ كيلومیټرۍ كښې په القاسم نوې سيمه كښې د آيت الله العظمی علی سيستانی د يوې دينی مدرسی په څنګ كښې ځائې پرځائې شوی وو، شنډ كړ او له نيكه مرغه دغه ترهګرانه اقدام هیڅ ډول ځانی يا مالی زيان نه درلود.

دغې باخبرې سرچينې اعلان وكړ: د عراق امنيتی ځواكونو او د دغه هيواد پوليسو د پیښې ځائې ترخپل كنټرول لاندې راوستی دی او د دغه ترهګرانه اقدام د عاملينو د نيولو لپاره ئې تحقيقات پيل كړی دی. 956671

captcha