IQNA

23:00 - February 21, 2012
د خبر لمبر: 2278468

د اسلامی همكارۍ سازمان په مسجدالاقصی باندې د نيواكګرو ځواكونو حمله وغندله

بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير د سلواغې په ٣٠ نیټه په مسجدالاقصی او د دغه جومات په لمونځ كونكو باندې د صهيونيسټی رژيم د پوليسو حمله وغندله.

د «WAFA»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير اكمل الدين احسان اوغلو د صهيونيسټانو دغه سختې افراط ګروهنې په ټوله نړۍ باندې تيری وباله او دغه كار ئې د بين المللی قوانينواو پريكړه ليكونو څرګند نقضول وګڼه.
دوی همداراز صهيونيسټی نيواكګر ځواكونه د دغو تيريو مسئول وبلل او د ملګرو ملتو د امنيت له شوری او له بين المللی ټولنو څخه ئې وغوښتل چې د فلسطين د خلكو او د هغوی د مقدسو ځايونو پرخلاف د تيريو د ختمولو لپاره دې ژر تر ژره يو كار وكړی. 956405




captcha