IQNA

د ناټو قومندان د افغانستان له مسلمانانو نه بخښنه وغوښته

23:12 - February 22, 2012
د خبر لمبر: 2279221
بين المللی ډله: په افغانستان كښې د بهرنيو ځواكونو له خوا د قرآن كريم د څو نسخو د سوزول كيدو د خبر د خپريدو نه وروسته د شمالی اټلانټيك د تړون د سازمان (ناټو) امريكائی قومندان جان ايلن له مسلمانانو څخه بخښنه وغوښتله.
د فرانسې چاپ (لومنډ) ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د افغانستان د بګرام په هوائی ډګر كښې د بهرنيو ځواكونو په لاس د قرآن كريم د څو نسخو د سوزيدو او د دغې اډې مخې ته د مسلمانانو د اعتراضی تجمع نه وروسته جان ايلن له مسلمانانو څخه د بخښنه غوښتنې په ترڅ كښې د دغې بې احترامۍ د جدی تعقيبونې خبر وركړ.
د شمالی اټلانټيك د تړون د سازمان (ناټو) امريكائی قومندان اعلان وكړ: د بګرام په هوائی اډه كښې د نړيوالو ځواكونو په لاس د قرآن كريم د سوزول كيدو د رپورټ په اړوند د لازمو تحقيقاتو د ترسره كيدو حكم صادر شوی دی.
دۀ زياته كړه: زۀ د دې مسئلې په اړه د افغانستان له ولسمشر، د دغه هيواد د حكومت او د هغه له شريفو خلكو نه د زړه له كومې بخښنه غواړم.
957733

captcha