IQNA

ايت الله خامنه ای: دنيا ته به ثابته كړو چې اټومی وسلې د قدرت سرچينه نه ده

12:54 - February 23, 2012
د خبر لمبر: 2279373
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ دايران ملت هیڅ كله داټومی وسلو هڅه نه ده كړی او دنيا ته به ثابته كړی چې اټومی وسلې دقدرت سرچينه نه ده .
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن سهار داټومی انرژۍ موسسې له مشر او مسولانو او يو شمير اټومی ساينس پوهانو سره په كتنې كښې وفرمايل يو ملت په خپلو طبيعی او لوړو انسانی ظرفيتونو او استعدادونو تكیې سره په اټومی وسلو د تكيه لرونكی اقتدار دماتولو توان او وس لری .
هغه حضر ت دايران اټومی ټيكنالوژۍ او علمی برياوې دهيواد له راتلونكی او ملی ګټو سره اړونده وبللې او زياته یې كړه څو هيوادونو چې په ناحقه او په علمی انحصار سره یې ځانونه په دنيا مسلط كړی دی او په ځانونو یې دنړيوالې ټولنې نوم كیښودلی دی د ملتونو په وسيله ددغه علمی انحصار په ماتيدا ويریږی او دايران دملت پرضد دهغوې شورماشور او جنجال هم په همدې علت دی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه دای دزور وينې لپاره له علم استفاده دبشريت پرضد ترټولو ستر جنايت وباله او ټينګار یې وكړ كه چيرې ملتونه په خپلواكه توګه په اټومی ، هوا، فضا ، علمی او صنعتی ډګرونو كښې پرمختګ ته ورسیږی نور به دنړيوالو قدرتونو دزور ويونكی سلطې لپاره هیڅ زمينه پاتې نشی .
حضرت ايت الله خامنه ای د سلطه ګرو قدرتونو دجنجال جوړونې اصلی هدف دايران دملت دعلمی حركت بندول وباله او زياته یې كړه شك نشته چې زمونږ مخ ته په ولاړو هيوادونو كښې فيصله كونكی ادارې په ښه ډول پوهیږی چې ايران په اټومی وسلو پسې نه دی ځكه چې دايران اسلامی جمهوريت له فكری، نظری او فقهی نظره داټومی وسلو لرل ستره ګناه ګڼی او باوری دی چې داډول وسلې چټی تاوانی او خطرناكې دی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود اټومی موضوع يوه پلمه وبلله او جوته یې كړه دايران داسلامی انقلاب دبرياليتوب له پيل راهسې په ايران بنديزونه لګيدلی په داسې حال كښې چې دايران اټومی مسله وړاندې څو كلونو ته ستنیږی پردې اساس دامريكا او لويدیځو هيوادونو اصلی مشكل داسی ملت دی چې فيصله یې كړی ده خپلواكه ووسی ځكه چې تر ظلم لاندې ورنشی او ظالم ايشوا كړی او دغه پيغام ټولو ملتونو ته وركړی چې دغه كار یې ترسره كړی دی او ډير به یې هم ترسره كړی دی .
958493
captcha