د لبنان چاپ (الانتقاد) ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د حماس غورځنګ د روانې حوت د مياشتې په دويمه نیټه د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د مسلمانانو په مقدسو ځايونو او مسجدالاقصی باندې د تيريو د دوام لپاره د تندلارو ښارګوټوميشتو سره د صهيونيسټی رژيم د جوړجاړی او ملګرتيا او همداراز په دغه مبارك مسجد باندې د بيابيا حملې لپاره د هغو د حمايت په نسبت خبرداری وركړ.
د حماس غورځنګ په دغه بيانيه كښې صهيونيسټی رژيم دمسلمانانو په مقدساتو باندې د تيری له جاری ساتلو نه منعه كړی او اعلان ئې وكړ: دغه ډول تيری، د مسجدالاقصی او د اسلامی او مسيحی مقدساتو د دفاع كولو لپاره د فلسطين د ولس اراده او هوډ لاپياوړی كوی. 958289