IQNA

22:00 - February 23, 2012
د خبر لمبر: 2279527

امريكائی مشهور فلم جوړونكی د خپل زوی د اسلام قبلولو هركلی وكړ

بين المللی ډله: امريكائی مشهور فلم جوړونكی (اليور سټون) د ايران په اسلامی جمهوريت كښې د اسلام په شيعه مذهب باندې د خپل زوی شان سټون د مشرف كيدو هركلی وكړ.

د «bluewin»خبری سائیټ له قوله ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، شان سټون چې د شيعه مذهب د قبلولو نه پس ئې د ځان لپاره (علی) نوم غوره كړی دی، د نيويارك پوسټ ورځپاڼې سره په مركه كښې په دې بيان سره چې پلار ئې د دۀ د اسلام قبلولو په هكله هیڅ مشكل او اعتراض نلری، ووئيل: پلار مې د اسلام شيعه فرقې ته زما د ګروهنې د فيصلې بشپړ حمايت كوی خو په هاليووډ كښې ځينی داسې كسان شته چې دا شان مسائل هیڅكله نه زغمی.
دۀ زياته كړه: پلار مې زما د دې فيصلې د اوريدو نه پس زما لپاره د كاميابۍ آرزو وكړه او له خدای تعالی (ج) نه ئې وغوښتل چې په دې لاره كښې كامياب شم. پلار ته مې پته ده چې زۀ اراده لرم چې ځينې غلط فهمۍ له مينځه يوسم او آرامښت ته له رسيدو او د سولې له رواجولو پرته بل كوم هدف نه لرم. 958326
captcha