IQNA

13:51 - February 24, 2012
د خبر لمبر: 2279684

ايت الله خاتمی: د ايران خلك بايد د اسلامی شورا په انتخاباتو كې پراخ ګډون وكړی

سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران د اسلامی شورا په انتخاباتو كښې د خلكو پراخ او پرتيمن شتون عقلی او شرعی واجبه چاره وبلله.

د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، دتهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی دنن ورځې دجمعې لمانځه په خطبو كښې دايران اسلامی شور( پارلمان ) دچارو په سر كښې ددينی ولسواكۍ بيلګه وبلله او ډاګينه ېې كړه داسلامی شورا دراتلونكی اونۍ په انتخاباتو كښې دخلكو پرتمين شتون داسلام د رپول شوی بيرغ او دنظام دپياوړتيا سبب كیږی .
ايت الله خاتمی په دې خبرې سره چې دايران دښمانان دانتخاباتو دكم اهميت ښودلو هڅه كوی دايران ستر ملت ته سپارښتنه وكړه ددندو په ترسره كولو كښې دقدرت لرونكو، زړورو ، سياسی بصيرت لرونكو او صالحو كسانو او دقدرت په اړمنو دنه اړونده او ولايت او قانون مداره كسانو په انتخابولو سره داسلامی نظام په شان كښې يو پارلمان جوړ ش كړی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دايران داسلامی شورا دنهم پړاو په انتخاباتو كښې له كانديدانو وغوښتل چې په هره بڼه چې وی دخپل سيالانو او د هغوې دملاتړو بهيرونو له خرابولو ډډه وكړی .
دايران داسلامی شورا يعنی پارلمان دنهم پړاو انتخابات تبليغات له پرون څخه پيل شوی او دمارچ دمياشتې دسهار تر اتو بجو پورې به دوام ولری .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دجمعې لمانځه دخطبو په دوام كښې په افغانستان كښې قران مجيد ته د دامريكا دسپكاوی په غندلو سره ددغه قصدی اقدام په اړه دامريكا دمقاماتو بخښه صوری وبلله .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز اروپايی هيوادونو ته دايران دتيلو دصادراتو دغوڅولو قدرونه وكړه .
ايت الله خاتمی په نړۍ كښې دتيلو دبيو زياتيدا ته په اشارې سره چې داروپايی هيوادونو لپاره په يوه كړكيچ بدله شوی ده داروپا چارواكو ته سپارښتنه وكړه دامريكا له سلطه غواړو سياستونو په ړنګو سترګو پيروۍ سره ځانونه له مشكل سره مخامخ نكړئ .
captcha