د «التوافق» خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه ورځپاڼه به د مصر د شيعه مسلمانانو د وړومبۍ ورځپاڼې په توګه او اوسنيو غوښتنو او اندیښنو ته په پام سره او په مصر كښې د شيعه مسلمانانو د ډيرو مهمو مشكلاتو او ستونزو د بيانولو په موخه پيل شی.
د الغدير ګوند بنسټ ایښودونكی او د آل البيت (ع) د عالی شوری لوئې مدير «محمد الدرينی» د دې خبرپه اعلانولو سره ووئيل: دغه شيعه ورځپاڼه به د ټولو پیښو او بهيرونو په لور خپل ورونه پرانزی او د خپلې اصلی موضوع په توګه د شيعه مسلمانانو د ډيرو مهمو مسائلو د بيانولو ترڅنګ به د نورو له ګډون نه هم ډډه ونكړی. 960003