د «kbwindow»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: اسماعيل هنيه پرون د ميليونونو مصريانو په شتون كښې د قاهرې په الازهر جومات كښې د يولړ ويناوو په ترڅ كښې اسلامی پوځونه او د عربو ولسونه يوې نوې ټاكونكی مرحلې ته د داخليدو په لړ كښې د چمتووالی ترلاسه كولو ته راوبلل.
دوی ووئيل: د برياليتوب ډيرو حساسو مراحلو ته نژدې كیږو چې د مسجدلاقصی او د «قبة الصخرة» بشپړه آزادونه د دغې سترې آزادۍ ترټولو مهمې پائيلې ګڼو. هنيه همداراز (له قدس څخه د حمايت په جمعه) كښې د مصر د خلكو د ميليونی ګډون په خاطر له هغو نه قدرونه وكړه. 959808