IQNA

له مسجدالاقصی څخه په حمايت كښې د لس هاو زرو فلسطينيانو مظاهرې

22:26 - February 25, 2012
د خبر لمبر: 2280513
بين المللی ډله: په لس هاو زرو فلسطينيانو پرون جمعه، د غزې د تړانګې د جنوب په خان يونس ښار كښې د حماس په بلنه مظاهرې وكړې.
د «Palestine Info»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: فلسطينيانو د خان يونس ښار په شپږو جوماتونو كښې د جمعې د لمونځ د ترسره كولو نه پس د دغه ښار د جامع مسجد په لور لاريون وكړ او د دغه جومات د لمونځ كونكو سره يو ځائې ئې د مسجدالاقصی په حمايت كښې لاريون وكړ.
مظاهره كونكو د دغه ښار په سړكونو كښې د لاريون په كولو سره د مسلمانانو د وړومبې قبلې او د دريم اسلامی مقدس ځائې په توګه د مسجدالاقصی په ملاتړ كښې يولړ شعارونه وركړل.
په دې موقع د مسجدالاقصی په حمايت كښې د اسماعيل هنيه وينا هم خپره شوه. 959707

captcha