IQNA

د بيروت د كانفرنس تعقيبونكې كمیټې د قرآن كريم سپكاوی وغنده

22:55 - February 26, 2012
د خبر لمبر: 2281256
بين المللی ډله: د «لجنة متابعة مؤتمر بيروت والساحل» په نامه لبنانی كمیټې د قرآن كريم په نسبت د امريكائی سرتيرو تيری په كلكه وغنده او اعلان ئې وكړ: دا كار يو ډير ناخوښ عمل دی چې د امريكې له خوا د اسلام د ځپنې د دوام بيانونكی دی.
د «الاخبار اللبنانية» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د (بيروت كانفرنس او ساحل) نومې تعقيبونكې كمیټې وړمه ورځ د لبنان په توفيق طباره موسسه كښې د خپلې دوره ايزې غونډې د ختميدو نه پس د امريكائی ځواكونو په لاس د قرآن كريم د يوشميرنسخو د سوزولو په وړاندې خپل دریځ اعلان كړ.
دغې كمیټې زياته كړه: عربی او اسلامی هيوادونو ته پكار دی چې د امريكې جمهوررئيس باراك اوباما په دې پوه كړی چې يواځې بخښنه غوښتل كافی نه دی او پكار دی د يو پريكنده دریځ په غوره كولو سره هغه د قرآن كريم د مقدس ساحت د سپكاوی كونكو مجازاتولو ته مجبور كړی. 959740
captcha