د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، شيخ محمدنمرزغموت په افغانستان كښې د قرآن كريم په سوزولو كښې د امريكائی نيواكګرو پوځيانو بې شرمه اقدام ته په اشارې سره څرګنده كړه: دغه كار په افغانستان او د نړۍ په يوشمير نورو هيوادونو كښې د اعتراضونو د يوې پراخې څپې د رامينځته كيدو سبب شوی دی او تراوسه پورې د افغانستان په لس هاو كسان د قرآن د دفاع په لار كښې شهيدان شوی دی.
دغه لبنانی عالم زياته كړه: نړيوال استكبار چې په سر كښې ئې امريكا ده د مسلمانانو په نسبت په زړه كښې سخته كينه لری او هڅه كوی چې مسلمانان له قرآنه ليرې كړی.
شيخ زغموت ووئيل: امريكا او انګلستان دغه بې شرمه هدف ته د رسيدو لپاره د ماتې سره مخامخ شوی دی او انګلستانيانو په خپله اعلان كړی دی چې ترڅو پورې دغه كتاب د مسلمانانو ترمينځ موجود وی، استعمارګران او لوټماران به هیڅكله په مسلمانانو باندې برلاسی نه شی. 960420