د «businessnews»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په تيونس كښې په ځينو دولتی مركزونو او د نورو سياسی ګوندونو په دفترونو باندې د سلفيانو يا وهابيانو د حملې نه پس د دغه هيواد د اداری اصلاح وزير په يولړ ويناوو كښې ووئيل: دا رښتيا دی چې (بن علی) به د هيواد په چارو كښې د لاس لرلو لپاره وهابيانو ته اجازه نه وركوله او هغوی ئې په جيل او زندانونو كښې اچولی وو خو د خلكو په انقلاب سره هغوی له جيلونو څخه آزاد شول بې له دې چې د مخكښنی رژيم په پرزولو او ړنګولو كښې ئې كوم رول لرلی وی.
دوی زياته كړه: هغه وخت چې خلكو د تيونس په سړكونو كښې شعارونه وركول او د ځپنې او ساډوبۍ سره ئې مقابله كوله، وهابيان د خلكو سره د ملګرتيا كولو پرځائې، د عراق په شان يوشمير هيوادونو كښې د خپلو عقائدو د رواجولو په لټه كښې وو او د انقلاب د كاميابې سره ئې هیڅ مرسته ونه كړه.
د تيونس د اداری اصلاح وزير د خپلو ويناو په يوه بله برخه كښې تاكيد وكړ: د تيونس خلك نن كوې شی جومات ته لاړ شی او لمونځ ترسره كړی او د اسلام حكمونه او دستورات په ځائې كړی او دا د هغه انقلاب بركت وو چې د بن علی د پرزيدو سبب شو خو وهابيانو په دغه انقلاب كښې هیڅ برخه نه درلوده او اوس چې له جيلونو آزاد شوی او يا ئې د فعاليت كولو اجازه ترلاسه كړې ده نو ښه به دا وی چې د خلكو او ولس د ارادې او فيصلې احترام وكړی. 960317