IQNA

20:03 - February 27, 2012
د خبر لمبر: 2281963

د امريكې پوځيانو لخوا د قران سپكاوی په هكله د ايسسكو سخته نيوكه

نړيواله ډله: د تعليم او علومو او كلتوری چارو اسلامی اداره ايسسكو د فروری په درې ويشتمې نیټې د امريكې پوخيانو لخوا په افغانستان كې د قران او مذهبی كتابونو سپكاوې په هكله خپل اندیښنه څرګنده كړې ده.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «ISESCO» یې نقلوی چې ايسسكو («ISESCO» په خپل بيانیې كې دې خبرې ته په اشارې كولو سره چې د خدای كلام د سوځولو سپير كار د توكم پالنې جرمونه ښودنه كوی جوټه كړه چې د دې مجرمانه اقدام او غندونكی اقدام ذمه وار په افغانستان نيواك امريكه او د هغوی ملګری يانی د نیټو غړی دی.
څرګنده دې وی چې ايسسكو د نړيوالو ادارو، د اسلامی ملګرتياو تنظيم غړی او امنيت كونسل ، د ملګرو ملتونو د انسانی حقوقو كونس او له اسلامی ګوندونو غوښتی چې د دا ډول سپك اقدامات وغندی او په دې كار كې شريك مجرمانو د نيولو لپاره په نیټو چارواكو زور راولی.
959226
captcha