د «Islam Today»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، په دغه فيسټيوال كښې د جنوب ختیځی ايشيا له اسلامی هيوادونو څخه د اسلامی لباس د ٨ طراحانو يا ډيزاينرانو مجموعې نندارې ته كیښودلې شوې.
په فلپائن كښې د ملائشيا سفير ابراهيم سعد په دغه نندارتون كښې اعلان وكړ چې په وروستيو څوكلونو كښې اسلام په ناحقه د تاؤتريخوالی او تعصب سره تړل شوی دی چې د دا شان برنامو ترسره كول د اسلام او مسلمانانو متفاوته او فرهنګی څيره او په اسلام كښې د ښكلا او تسامح اهميت په ډاګه كوی. 961112