IQNA

د قرآن كريم سپكاوی د امريكايانو ترمينځ د نفرت او د ناوړه كړچار يو انعكاس دی

23:09 - February 27, 2012
د خبر لمبر: 2282010
بين المللی ډله: د عراق اسلامی ګوند د يوې بيانیې په صادرولو سره د افغانستان د بګرام په اډه كښې د قرآن كريم د يوشمير نسخو په سوزولو كښې د امريكائی سرتيرو ناوړه اقدام وغنده او د دغه غيرانسانی اوغيراخلاقی اقدام تكراريدل ئې د دغه ډول اقداماتو د ترسره كونكو په مينځ كښې د نفرت او ناخوښ كړچار يو انعكاس وباله.
د اصوات العراق خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عراق حزب اسلامی په افغانستان كښې د امريكائی سرتيرو په لاس د قرآن كريم د يوشمير نسخو د سوزولو د اقدام په غندنه كښې هغه يو وحشيانه اقدام او د دغې افراط ګرې ډلې د كركې او عصبانيت له امله وباله.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: د امريكائی سرتيرو له خوا د قرآن كريم د حرمت سپكاوی، د بيان له آزادۍ او ډيموكراسۍ څخه د امريكې د حمايت او د هغې د متمدنانه كړچار د دروغو ادعاوو يو څرګند مورد دی.
د عراق حزب اسلامی د دغې بيانیې په دوام كښې له عربی او اسلامی امت نه وغوښتل چې د دغه اقدام د غندلو او د مسلمانانو د مقدساتو په حق كښې د ترسره شويو بې احتراميو څخه د كركې د څرګندولو په ترڅ كښې دې په سوله ايزه توګه د امريكائی ځواكونو له خوا د قرآن د يوشمير نسخو په سوزولو باندې اعتراض وكړی. 960414


captcha