IQNA

21:47 - February 28, 2012
د خبر لمبر: 2282747

الازهر له افغانستانه د امريكائی ځواكونو د وتلو غوښتنه وكړه

بين المللی ډله: شيخ الازهر احمدالطيب پرون په افغانستان كښې د قرآن كريم د حرمت د سپكاوی د غندلو په ترڅ كښې له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو غوښتنه وكړه.

د «lexpressiondz»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، شيخ الازهر پرون د يوې بيانیې په خپرولو سره د افغانستان د بګرام په هوائی اډه كښې د امريكائی ځواكونو په لاس د قرآن كريم سوزول كيدل يو وحشيانه اقدام وباله او له امريكائی چارواكو نه ئې وغوښتل چې له افغانستان څخه دې نيواكګر ځواكونه ژرترژره وباسی.
دوی څرګنده كړه: الازهر هیڅكله د قرآن كريم سپكاوی نه شی منلې او د دغه شان اقداماتو په وړاندې غلې نه شی كښيناستې. هیڅ كوم مسلمان د الهی كلام بې احترامی نه شی زغملې او د داشان اقداماتو په وړاندې دریږی.
احمدالطيب د دغې بيانیې په يوه بله برخه كښې ټينګار وكړ: له افغانستان څخه د امريكائی ځواكونو وتل دغه هيواد ته د آرامښت د ورستنيدو يواځنۍ لار ده او د افغانستان خلك يواځې په دغه صورت كښې د خپل راتلونكی په اړه فيصله كولې شی. 961897

captcha