IQNA

21:45 - February 28, 2012
د خبر لمبر: 2282748

د قرآن كريم د سوزولو په وجه د رامينځته شويو نښتو د دوام په وجه د جان ايلن سره د اوباما خبرې اترې

بين المللی ډله: د امريكې جمهوررئيس باراك اوباما د كابل د شمال په بګرام هوائی اډه كښې د قرآن پاك د څو نسخو د سوزول كيدو له امله د رامينځته شويو نښتو د دوام نه پس په افغانستان كښې د امريكائی ځواكونو د قوامندان جان ايلن سره ټيليفونی خبرې اترې وكړې.

د «Washington Times» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: اوباما د امريكائی او په ناټو پورې پيئلې د افغانستان د امنيت سره د مرستې د بين المللی ځواكونو (ISAF) د قومندان جان ايلن سره په ټيليفونی رابطه كښې د امريكائی مامورانو د وژل كيدو په نسبت د ناخوښۍ د څرګندولو په ترڅ كښې، آرامښت او سولې ته د اعتراض كونكو د رابللو په وجه د افغانستان د ولسمشر حامدكرزی څخه مننه وكړه.
دوی زياته كړه: امريكا د افغانستان د خلكو او حكومت په نسبت همهغه شان ژمنه ده او د القاعدې د ځواكونو د ماتې او د هغو د ناتوانه كولو په لاره كښې كوشش كوی.
ناټو او د بريطانیې حكومت هم د دغو دوو امريكائی مامورانو د وژل كيدو نه وروسته په كابل كښې د افغانستان په وزارتخانو څخه خپل كاركونكی بيرته راوغوښتل. 961932

captcha