IQNA

21:45 - February 28, 2012
د خبر لمبر: 2282750

د قرآن كريم په سوزنې باندې د اعتراض څپې د ملګرو ملتو د سازمان كاركونكی له افغانستان څخه وباسل

بين المللی ډله: په افغانستان كښې د امريكائی نيواكګرو له خوا د قرآن كريم په سوزولو باندې د دغه هيواد د خلكو د پراخو اعتراضونو له امله د ملګرو ملتو سازمان د افغانستان په شمال ختیځ كښې د دغه سازمان په اصلی دفتر كښې په كار لګيا خپل كاركونكی له دغه هيواده وويستل.

د «Wall Street Journal»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ملګرو ملتو سازمان په افغانستان كښې د پرتو نورو بهرنيو ارګانونو په شان، په دغه هيواد كښې د امريكائی سرتيرو په لاس د قرآن پا ك د يوشمير نسخو د سوزيدو له امله د رامينځته شويو نښتو په وجه د خپلو كاركونكو د امنيت د ساتنې په دليل هغوی له افغانستان څخه وباسل.
د ملګرو ملتو سازمان له (قندوز) ولايت څخه خپل كاركونكی په داسې حال كښې وويستل چې افغان مظاهره چيانو هڅه وكړه چې د دغه سازمان اصلی دفتر ته ورننوځی.
په افغانستان كښې د قرآن كريم د مقدس ساحت په نسبت د امريكائی سرتيرو له سپكاوی څخه د يوې اونۍ په تيريدو سره د اعتراضونو او نښتو لمن همهغه شان مخ په ارتيدو ده. 961962

captcha