د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... خامنه ای نن دشهيدانواو سرښيدونكو دبيلابيلو پرګنو دزرګونو كورنيوسره دليدنې او وينا پرمهال دجمعې دور ځې ټاكنو حساسيت له پخوانيو ټاكنو ډېروباله او داسلامی شورا دنهم پړاو په ټاكنوكې ېې دخلكو پراخ ګډون ته په اشارې سره وفرمايل ، داستكبار جبهه بايد وپوهیږی چې ددې ملت پروړاندې یې هیڅ په وس نه دی پوره.
هغه حضرت په دې وروستيو مياشتوكې په ټاكنوكې دخلكو دولولناك اوپراخه ګډون دسړولو په موخه داستكبار ی رسنيو پراخه تبليغاتوته په نغوتې او اشارې سره وفرمايل : په ټوله دنيا كې په ټاكنوكې پراخ ګډون دهغه ملت دژوندۍ ویښتيا اودټينګې ارادې څرګندوی دی .
په هر هيواد كې چې په ټاكنوكې دخلكو ګډون پراخ وی دادهغه ملت دهوښياری اوله خپل نظام سره دملګرتيا نښه ده
داسلامی انقلاب معظم لارښود دامريكا دټاكنو په بيلابيلو پړاونوكې په دې وروستيو كلونوكې دخلكو كم ګډون كولو ته په اشارې سره ټينګاروكړچې دګډون دا كچه دايران دولسمشری په ټاكنوكې دخلكو دپراخه ګډون او همدارنګه داسلامی شورا دنهم پړاو ټاكنو سره په هیڅ وجه داندازې او پرتلې وړنه ده .
او داستكبار دجبهې ددې پراخو تبليغاتوموخه هم دايران له ملت څخه ددې پراخ او ولولناكه ګډون مخه نيول دی .
هغه حضرت وفرمايل هغه څه چې په ټاكنوكې ډېر مهم دی دخلكو پراخه ګډون دی ځكه په هره اندازه چې دګډون كونكو كچه زياته وی نوډېر پياوړی ملاتړ لرونكی او ټينګ پارلمان جوړیږی اوداډول پارلمان به وكولای شی په پورهع زور سره د ټولو پرګنوغږ دنړيوالو غوږونوته ورسوی
داسلامی انقلاب ستر لارښودپه ډاګه كړه ددې پړاو دټاكنو حساس والی له دې امله دی چې دښمن دايران پرضد له ټول توان څخه كار اخيستی دی او اوس دوروستی زور وهلو پړاو ته رسېدلی نوله دې امله خلك بايد ودریږی او خپله اراده دښمن ته وښيی.
ترڅو دښمن پوه شی چې دايرانی ملت پروړاندې دمقاومت توان نلری .
حضرت خامنه ای په څرګندو او روښانه ټكوكې داستكبار جبهې لخوا دايران دملت دستړی كولو او زړه توری كولو لپاره دبنديزونو لګولو او فشارونوته په اشارې سره وفرمايل چې لويدیځ په ځآنګړې توګه امريكا او صهيونست رژيم غواړی چې دايران دملت دداسې لارې دحركت مانع شی چې دټولې اسلامی نړی په ویښتيا تمامه شوې او يوه بېلګه اونمونه ګرځېدلې ده .
اونورو ملتونو ته ووايی چې دايران مخكښ ملت ستړی شوی او دې بېلګې او نمونې ماتې خوړلې ده
962970