IQNA

په افغانستان كښې د قرآن د حرمت د سپكاوی په اعتراض كښې د يمن د خلكو مظاهرې

23:41 - February 29, 2012
د خبر لمبر: 2283510
بين المللی ډله: د يمن خلكو پرون په افغانستان كښې د امريكائی ځواكونو له خوا د قرآن كريم د حرمت په سپكاوی باندې په اعتراض كښې په يمن كښې د امريكې د سفارت مخې ته په مظاهرو لاس پورې كړ.
د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مظاهرې چې د ((مسيك)) سيمې د ځوانانو په شمول د يمن په پلازمينه ((صنعاء)) كښې د خلكو د مختلفو پرګنو په ګډون سره ترسره شوې، په دغه ښار كښې ئې د امريكې تر سفارتخانې پورې دوام درلود.
يمنی مظاهره چيانو د افغانستان د بګرام په هوائی اډه كښې د امريكائی سرتيرو له خوا د قرآن كريم سوزول په كلكه وغندل او د امريكې پرخلاف ئې يولړ شعارونه وركړل.
مظاهره كونكی همداشان په يمن كښې د امريكائی محصولاتو او څيزونو د بائيكاټولو او په افغانستان كښې د قرآن د سوزونې د عاملانو د محاكمې غوښتونكی شو او په دوام كښې ئې د امريكې بيرغ وسوزوۀ.
962631

captcha