IQNA

د قرآن كريم سپكاوی، د امريكې له شكستونو څخه د عمومی افكارو د اړولو لپاره يوه لار ده

23:41 - February 29, 2012
د خبر لمبر: 2283511
بين المللی ډله: امريكائی او صهيونيسټی امپراتوری چې په حاضر حال كښې په كورنی ډګر كښې د زياتو ستونزو سره مخامخه ده، هڅه كوی چې له خپلو ماتو څخه د عمومی افكارو د منحرفولو له پاره په يولړ اسلامی ضدو اقداماتو سره خلك د نړۍ يوې بلې سيمې ته جلب كړی.
تيونسی شناندې او د صهيونيستی ضدې كمیټې غړې نرجس بن عباده د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې په دې بيان سره چې د اسلام نه د ويرونې رواجول او د دينی مقدساتو سپكاوی، په لويدویځو هيوادونو كښې له كورنيو مشكلاتو څخه د عمومی افكارو د منحرفولو لپاره يوه لاره ده ووئيل: د افغانستان د بګرام په هوائی ډګر كښې د امريكائی ځواكونو په لاس د قرآن كريم سوزيدل او د هغه سره په يو وخت په اروپا كښې په جوماتونو او عبادتی ځايونو باندې د حملو زياتيدل او هم د صهيونيسټو ښارګوټو ميشتو له خوا د مسجدالاقصی د حرمت د سپكاوی سختيدل، په هیڅ وجه يو اتفاقی كار نه دی.
دې زياته كړه: په داسې حال كښې چې صهيونيسټی رژيم د داخلی كړكيچ سره مخ شوی دی او د دغه رژيم د سياستونو پرخلاف د يهودی ښاريزو د مظاهرو شدت ورځ په ورځ زياتیږی او همداراز اقتصادی كړكيچ چې د اروپا او امريكا سره لاس او ګريوان دی، لويدیځی چارواكی دې ته اړباسلی دی چې په هغه كمپين كښې په سرمايه ګزارۍ سره چې د ٢٠٠١ كال په سپټامبر كښې ئې په محسوسه توګه كار پيل كړی دی، له خپلو ماتو څخه د عمومی افكارو د ليرې كولو په موخه له اسلام څخه ويرولو ته لاس واچوی. 961981

captcha