IQNA

د (مدينه، په ٢٠١٣ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه) له لوګو څخه پرده پورته شوه

23:41 - February 29, 2012
د خبر لمبر: 2283514
بين المللی ډله: د (مدينه منوره، په ٢٠١٣ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه) له لوګو څخه وړمه ورځ په عربستان كښې په يولړ مراسمو كښې پرده پورته شوه.
د عربستان چاپ ((الوطن)) ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه لوګو د مدينې د امير او (مدينه، په ٢٠١٣ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه) د فعاليتونو د عالی كمیټې د رئيس عبدالعزيزبن ماجدعبدالعزيز لخوا په دغه ښار كښې افتتاح شو.
عبدالعزيزماجدبن عبدالعزيز له دغه لوګو يا ډائګرام څخه د پرده پورته كونې په مراسمو كښې څرګنده كړه: د (مدينه، په ٢٠١٣ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه) په طرحې پورې اړوند مقدماتی فعاليتونه د ترسره كيدو په حال كښې دی څو دغه طرحه هغه شان چې د پيغمبراكرم (ص) د ښار او په اسلامی نړۍ كښې د دغه ښار د فرهنګی موقعيت سره ښائی، اجرا شی. 962090

captcha