د «ISOC»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، دغه مقابلې د محصلينو د اسلامی تنظيمونو د اتحادیې(FOSIS) په همت د ټولې بريطانیې د مسلمانو هلكانو او جينكو محصلينو لپاره هركال جوړیږی.
د دغو مقابلو د ترسره كولو هدف د قرآن كريم او د الهی آيتونو د حفظ كولو سره د محصلينو د لازياتې مينې لپاره د زمينې جوړونه او همداراز د قرآن كريم د مفاهيمو د لاژور درك او پوهې لپاره د محصلينو چمتوكول دی.
د دغو مقابلو تيره دوره د روان كال د غبرګولی په مياشت كښې په ((ولز)) كښې په كارډيف نومی پوهنتون كښې ترسره شوې وه. 962384