د راصد خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس د رپورټ له مخې: د سعودی عربستان د كورنيو چارو وزارت د يوې بيانیې په خپرولو سره په سوله ايزو مظاهرو كښې په ګډون كونكو باندې د سعودی ځواكونو د ډزو په اړه د عربستان د تكړه شيعه عالم شيخ حسن الصفار دریځ د حملې وړ وګرځوۀ.
د سعودی عربستان د كورنيو چارو د وزارت دغه اقدام او په حسن الصفار باندې د سعودی دولتی رسنيو حملې د دغه هيواد ٧٤ عالمان، روحانيون، ليكوالان، پوهان او حقوقی فعالان دې ته وهڅول چې د يوې ګډې بيانیې په صادرولو سره د دغه شيعه عربستانی عالم سره خپله همبستګی او پيوستون اعلان كړی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: شيخ حسن الصفار يو مخلص او د ملی ګټو او مصلحت په حفاظت باندې پابند شخصيت دی او په هغو ټولو كړكيچونو كښې چې هيواد ورسره مخامخ شوی وو او دی، تل د ملی ګټو حامی او مدافع وو او دی. 962688