د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د امام خمينی رح په حسنيه كې د اسلامی انقلاب مشر، حضرت ايت الله خامنه ای د رايوو صندوق ته ورغی او خپله رايه یې وكاروله.
حضرت ايت الله خامنه ای د ټولټاكنو په پوښښ كې د رسنيو د فعاليتونو د ارزښت يادونه وكړه او ټينګار یې وكړ چې په ټولټاكنو كې د ايران د خلكو پراخ ګډون د هېواد د دښمنانو پرمخ كلكه څپړه ده.
هغوی زياته كړه چې په ټولټاكنو كې ګډون حق او تكليف دی او بايد له دې حقه استفاده وشی.
د اسلامی انقلاب رهبر ټينګار وكړ چې په ايران كې ټولټاكنې له ډېر لوړ ارزښته برخمنې دی، ځكه چې د انقلاب پر برخليك اغيزه لری.
د يوبل خبر له مخې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر او نورو لوړو پوړو چارواكو هم د اسلامی شورا د نهم پړاو په ټولټاكنو كې ګډون وكړ او خپلې رایې یې وكارولې.
د ولسمشر د اطلاع رسونې د انټرنیټی سایټ د رپوټ له مخې، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تل په شان له خلكو سره يوځای د اسلامی شورا د نهم پړاو په ټولټاكنو كې ګډون وكړ او خپله رايه یې وكاروله.
963647