IQNA

كاظم صديقی: د ايران مسلمان خلك به د دښمنانو ټولې دسيسې شنډې كړی

17:12 - March 02, 2012
د خبر لمبر: 2283987
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل چې نن به د ايران مسلمان خلك د تېر په شان د اسلامی شورا په نهم پړاو ټولټاكنو كې په ګډون سره ددښمنانو ټولې دسيسې شنډې كړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب، حجت الاسلام والمسلمين، كاظم صديقی په مختلفو پړاونو كې د ايران د اسلامی جمهوری نظام ضد دسيسو ته په اشارې سره وويل چې د ايران ملت به د تېر په شان د اسلامی شورا د نهم پړاو په ټولټاكنو كې په ګډون سره د يوې بلې حماسې په رامنځ ته كولو سره، دښمنان نهيلی او لالهانده كړی او د ايران د اسلامی جمهوری نظام ته به سرلوړی ورپه برخه كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب، د ايران د اسلامی جمهوری نظام ضد دښمنانو د تبليغاتو زياتوالی په سيمه كې د اسلامی انقلاب له اغيزو څخه د هغوی ويره وبلله او ویې ويل چې د هغوی د اسلامی انقلاب ضد ګواښوونه د دښمنانو د كمزورتيا او د اسلامی ايران د لا ځواكمنتيا لامل شوی دی.
حجت الاسلام والمسلمين صديقی همدارنګه په افغانستان كې د امريكايی پوځيانو له خوا قرآن كريم ته د سپكاوی په غندلو سره وويل چې د امريكايی پوځيانو دغه چلند، بشريت او نورو آسمانی كتابونو ته سپكاوی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب، قرآن كريم ته د امريكايی پوځيانو له خوا د سپكاوی پروړاندې د افغانستان له مسلمان ملته پر ملاتړ په ټينګار سره وويل چې د نړۍ مسلمانان به دداډول چلندونو پروړاندې چوپ پاتې نه شی او ددې جنايت عاملينو ته بايد سزا وركړل شی.
حجت الاسلام والمسلمين صديقی همدارنګه پر لويدیځ او د سيمه پر ځينو غوليدلو هېوادونو په نيوكې سره چې د سوریې د ملت او دولت پرضد دسيسه جوړوی وويل چې د اسلام دښمنان په سوريه كې د بلواګرو او ترهګرو په وسله وال كېدو سره، په دې هېواد كې د كورنۍ جګړې د رامنځ ته كولو په لټه كې د ی.
د تهران د جمعې د لمانځه خطيب د سوریې د نوی اساسی قانون د ټول پوښتنې له ترسره كېدو او په دې هېواد كې د اصلاحاتو له ترسره كېدو هركلی وكړ.
حجت الاسلام والمسلمين صديقی د آل سعود رژيم د عواملو په غږملتيا سره د آل خليفه رژيم د عواملو له خوا په بحرين كې د تر سره شويو جنايتونه هم وغندل او ټينګار یې وكړ چې د عربو مشران ددې پرځای چې په بحرين كې دغه جنايتونه او بشری حقوقو تر پښو لاندې كېدل، په افغانستان كې د قرآن كريم سوځول او همدارنګه د صهيونيسټ رژيم جنايتونونه وغندی، له لويدیځ په ځانګړې توګه امريكا سره پريوه لاره حركت كوی.
963716
captcha