بين المللی ډله: اسلامی حقوقی سازمانونو ته پكار دی چې د مقدساتو د سپكاوی په وړاندې او په افغانستان كښې په دې وروستيو كښې د قرآن كريم د سوزونې په غبرګون كښې د عمل ميدان ته راودانګی او كوشش وكړی چې يو داسې بين المللی قانون تصويب شی چې د مقدساتو سپكاوی كونكی محاكمه كړې شی او د دا شان اقداماتو مخه ونيسی.
كويتی محقيق او ليكوال او د انګلستان د كلمنټس نومی پوهنتون د ايران او د فارس خليج د سيمې مدير او د قم د علميه حوزې استاذ حجت الاسلام والمسلمين علی العلی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: په افغانستان كښې د امريكائی سرتيرو په لاس د قرآن كريم سوزيدنه د عقل، دين او انسانيت له نظره يو كاملا رد شوی كار دی ځكه چې په عقل، دين او انسانی ارزښتونو باندې په استناد سره د دينو احترام كول يو مقدس كار دی او پكار دی چې د توجه وړ وګرځی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د امريكائی سرتيرو دغه كړچار ښودنه كوی چې هغوی په پلان شوې توګه د داشان كارونو د ترسره كولو لپاره روزل كیږی او ثابتوی چې د امريكې په شان هيواد كښې چې ځان تل د بشری حقوقو د دفاع دعوې دار ګڼی، د دينی حقوقو احترام كول هير شوی دی، په دې وجه دغه هيواد پكار دی د انسانی اصولو او ارزښتونو په خيال ساتلو سره له هر ډول ادعا كولو نه مخكښې په عمل كښې دغه مسائل ثابت كړی.
دغه كويتی محقق او دانشور د اسلامی مقدساتو د حرمت د سپكاوی په تيره بيا په افغانستان كښې د قرآن د سوزونې په وړاندې د اسلامی او عربی هيوادونو مسئوليت ته اشاره وكړه او وئې وئيل: د دغه اسلامی ضد اقدام په وړاندې د اسلامی نړۍ غبرګون كافی نه دی او يواځې يوڅو هيوادونو په دې لړ كښې جدی غبرګونونه ښودلی دی، په مسجدالاقصی كښې د اسرائيلو د بيابيا جنايتونو په شان د نورو اسلامی مقدساتو د حرمت د سپكاوی په نسبت د مسلمانانو د اعتراضونو اندازه هم راضی كونكې نه ده او په كار دی په دې لړ كښې يو اغيزمن اقدام ترسره شی. 962664