IQNA

23:13 - March 03, 2012
د خبر لمبر: 2284755

د قرآن كريم د ساحت سپكاوی، مقدساتو ته د مسلمانانو له مخكښې نه زياته پاملرنه غواړی

بين المللی ډله: په افغانستان كښې د قرآن د سوزونې په شان پیښې له دې نه زيات چې د مسلمانانو د قهر احساس راوپاروی، پكار دی هغوی د دغه الهی كلام او د دين او مقدساتو په وړاندې د هغوی د كوتاهيو جبرانولو ته له مخكښې نه زيات متوجه كړی.

په موريتانيه كښې استوګن فرانسوی مسلمان دانشور «يان منصور توفيق دو گرانژ»(Ian Mansour de Grange) د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: صحيح ده چې د قرآن كريم د حرمت سپكاوې د هر مسلمان قهر راپاروی خو الهی كلام ته يوازې هغه وخت پاملرنه چې د هغه سپكاوی وشی، د اسلامی ټولنې لپاره هم يو ناخوښ كار دی.
دوی وضاحت وكړ: د قرآن كريم د سپكاوی له تكراريدو څخه د قهر او كركې ترڅنګ دغه شان پیښې پكار دی مسلمانان د خپل ايمان، عقائدو او د اسلام د مبين دين حكمونو ته د هغوی د توجه په اړه لازيات تفكر ته مجبور كړی. كه چيرې نن سبا ځينی خلك د اسلامی مقدساتو د سپكاوی كولو جرائت كوی په دې دليل دی چې خپله مسلمانانو د الهی كلام په نسبت غفلت كړی دی.
منصور توفيق د خپلو ويناو په پائې كښې ووئيل: قرآن كريم او د اسلام د مبين دين تعليمات د نړۍ د ټولو خلكو د درد او ناروغۍ علاج او دارو دی او زمونږ مسلمانانو دنده ده چې دغه دارو په وخت او په مناسب ځائې كښې د اوسنۍ زمانې ټولو ناروغانو ته وركړو. نوبس د بيمارانو او ناروغانو سره د ورته مقابلې په ځائې پكار دی د علاج او درملنې طريقه هغوی ته ورزده كړو او دا كار يوازې د اسلام د مبين دين د تعليماتو په ترويجولو سره شونی دی. 964301

captcha