د «slateafrique» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ليبيا اسلام پالو بلآخره په طرابلس كښې د درې ورځنۍ غونډې نه پس پرون مازدیګر د محمد سوان په مشرۍ د عدالت او پراختيا اسلامی ګوند افتتاح وكړه.
محمدسوان چې د قذافی د حكومت په وختو كښې د سياسی دلائلو په وجه په بند كښې وو، د فرانسې د رسمی خبری آژانس سره په مركه كښې ئې ووئيل: زۀ د قذافی د حكومت په وختو كښې د يو سياسی ګوند د جوړولو لپاره د كوشش كولو په وجه ونيوې شوم او اوس چې په آزادۍ سره يو ګوند جوړولې شو، ډير خوشاله يم او له دې څخه چې د اخوان المسلمين غړو زۀ د دغه نوی ګوند د مشرۍ وړ وبللم، د هغو منندوې يم. 965070