IQNA

22:55 - March 04, 2012
د خبر لمبر: 2285482

مهمانپرست: د ايران د ورستيو ټاكنو په اړه د انګستان ادعا بې اساسه ده

سياسی ډله: د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندوی د اسلامی شورا د نهم پړاو د انتخاباتوپه هكله د انګلستان د خارجه وزير خبرې لاسوهونكې او بې اساسه وبللې.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی رامين مهمان پرست وويل : د انګلستان دخارجه وزير خبرې يو ځل بيا د اسلامی ايران په خلاف د دښمنيو له بې فايدې والی د دغه هيواد د چارواكو لالهاندی او لاسوهونكی دریځ نندارې ته وړاندې كړ.
هغه زياته كړه ويليام هیګ په خپلو خبرو كې هڅه وكړه چې د ايران د اسلامی شورا په عادلانه او ازادو انتخاباتو كې د خلكو د پراخ ګډون عظمت او برم تر اغيز لاندې راولی.
مهمان پرست د انګلستان د خارجه وزير ادعاګانې رد كړې او د انګلستان مقاماتو ته یې سپارښتنه وكړه چې د تيرو څرګندو غلطيو او په حقيقتونو او په ايران كې د ولسواكۍ له پراختيا له سترګو پټولو لاس واخلی . هغه زياته كړه چې د انګلستان چارواكی بايد د اسلامی ايران د ولس د انتخاب درناوی وكړی .
ويليام هیګ ادعا كړې وه چې د اسلامی ايران د پارليمان انتخابات چې د جمعې په ورځ ترسره شول ازاد او منصفانه نه وو او د ايران دخلكو غوښتنه یې نه ده منعكسه كړې.
دا په داسې حال كې دی چې د اسلامی ايران په انتخاباتو كې د بهرنيو او كورنيو رسنيو په اعتراف كابو پنیځه شپيته فيصده خلكو برخه اخستې وه.
964921
captcha