د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ايران د شمال په ګيلان ولايت كښې پ يوه وخت د څلویښتو علمی، طبی اوصنعتی پروژو د پرانيستلو په مهال وويل د ايران په بيلګه ګرځيدو سره به نور يو ملت هم د استكباری قدرتونو خبرو ته غوږ وا نه اچوی .
احمدی نژاد وويل استكباری قدرتونه خپل پرمتخللې صنعت نورو ته نيغ نيغ كوی او له دې لارې ځان دنړۍ لپاره بيلګه بولی چې دغه معادله بايد بدله شی .
د اسلامی ايران ولسمشر وويل هر څوك چې توكمپال اقدام وكړی ، سپكاوی وكړی ، بی عدالتی او ظلم وكړی او د نورو حقوق تر پښو لاندی كړی نو د ايران دملت په مقابل لورې كښې ولاړ دی .
965535