د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لبنان د اسلامی مقاومت حزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله قدس د فلسطين، عربانو او مسلمانانو د پلازمينې په نوم د يوه كانفرنس د پرانيستلو په دستورو كښې ټينګار وكړ قدس د مسلمانانو پلازمينه او يو ځانګړی او مبارك ښار دی او په همدې علت دی چې قدس د دنيا په مختلفو سيمو كښې د ميليارډونو انسانانو په ضمير او زړه كښې ځاې لری او تل ورته سترګې په لار دی.
د لبنان دحزب الله غورځنګ مشر په دې سربيره له اصلی وسيدونكو دقدس دخالی كولو او دهغوې پرځاې دصهيونيسټانو هستوګن كولو لپاره دصهيونيسټانو دهڅو په باره كښې وويل هر فلسطينی مسلمان او عيسايی دقدس سپیڅلی ښار، د هغه د هويت او راتلونكی تاريخ په وړاندې دينی او اخلاقی مسوليت لری.
ختیځ قدس د بيت المقدس يوه برخه دی چې د۱۹۶۷ ميلادی كال په جون مياشت كښې دصهيونيسټ رژيم پوځ په نيواك كښې وروست او په هماغه كال د صهيونيسټ رژيم پارلمان هم قدس داسر ايلو يعنی دنيواكی فلسطين يوه برخه اعلان كړه .
هغه هم په داسې حال كښې چې دقدس لويدیځه برخه هم په ۱۹۴۸ ميلادی كال كښې يعنی دفلسطين دنيواك په كال كښې دصهيونيسټ رژيم تر سلطې لاندې ورغله او له هماغه لومړيو څخه صهيونيسټانو دفلسطينيانو ټول مظاهر او نښې نښانې له مينځه يوړې .
دختیځ بيت المقدس دنيواك له لومړيو څخه دتل ابيب مقاماتو په بيت المقدس كښې دښارګيو دجوړولو دپروژو په اجرا سره دجغرافيايی او نفوسی جوړښت دبدلولو هڅه وكړه .
له ۲۰۰۲ ميلادی كال څخه اسرايلو د توكميز ديوال دپروژې په اجرا سره د ديوال دجوړولو په پلمه دقدس يوه برخه ونيوله او دقدس ګيرچاپير دښارګيو له جوړولو سره په يو وخت یې ددغه ښار دكلابندۍ كړۍ نوره هم تنګه كړه .
صهيونيسټ رژيم په ۱۹۹۳ ميلادی كال كښې د اوسلو(OSLO) په سولې تړون كښې ژمنه كړی وه چې په ختیځ قدس كښې دښارګيو دجوړولو كار په بندولو سره ددغه ښار مسله له فلسطينيانوسره په خبرو سره حل كړی .
حال داچې داسرايلو مقاماتو له هماغه لومړيو څخه دژمنې په خلاف ورزۍ كولو سره د نيواكی قدس دفلسطينيانو دځكمو په نيولو، د كورونو په ړنګولو او دهغوې تر دباو لاندې راوستلو سره او له قدس شريف څخه دخلكو دايستلو كار پيل كړ .
په داډول شرايطو كښې دی چې دقدس په وړاندې دصهيونيسټ رژيم دسلطه غواړو او ورانكارو سياستونو په ځواب كښې چې دالاقصی جومات دورانولو له ناوړه حركت سره يوځاې دی دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله ويلی دی چې قدس شر يف له صهيونيسټ رژيم سره دخبرواترو له لارې نه ازادیږی او دقدس دبيرته لاس ته راوړلو لپاره دخبرواترو انتخاب چټی كار دی .
تجربې ښودلی ده دقدس دازادۍ لپاره خبرې اترې او دكډوالو دبيرته ستنيدا او دښارګيو دله مينځه وړلو په شان دمسلو حل هماغه په لومړيو ګامونو كښې پرځاې پاتې دی او په تيره شلو كلونو كښې دغه مسلې حل شوی نه دی.
صهيونيسټ رژيم شل كاله كیږی دفرصتونو په له مينځه وړلو سره دقدس ديهودی كولو هڅه كوی .
د لبنان داسلامی مقاومت حزب الله مشر حسن نصر الله په دې اړه هم نيوكې سره چې دقدس په باره كښې كانفرنسونو او غونډو كومه نتيجه ده وركړی ويلی نن سبا دقدس او دهغه دوسيدونكو دهويت ددفاع لپاره جديت او ژمنه ضروری ده .
965240