د الزهرا قران او حديث موسسې مشره ميرمن رقيه علوی د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د خبريال سره په خصوصی مركې كې وويل چې په دې قرانی ادارې كې د ترجمی سره سره د حفظ دورې هم تر سره كیږی چې پكې ماشومان هلكان او جينكۍ په زيات شمير سره برخه اخلی او په دې دورې كې تر اوسه پورې څلویښتو كسانو نومونه ليكلی دی چې هغوی لپاره ورځنۍ كلاسونه شورو شوی دی
ددې دورې په لومړۍ مرحلې كې د قران پاك د لومړۍ سپارې د حفظ او ورسره د هغه ترجمه ورزده كولای شی.
يادونه كوو چې د رقيه علوی له قوله د قران شريف د حفظ سره شيعه ماشومان ډيره مينه لری خو په تير وخت كې دې اړخ ته لږ پام هم نه دی شوی، همدې لامله په شيعه ؤ كې په پاكستان ټولنې كې حافظان ډير كم دی خو اوس مونږ غواړو چې د قران پاك حفظ په ملكې سویې او سطحې پراخ كړو او كوشش وكړو چې حافظان ډير شی.
965140