IQNA

په ځائې ژبو د ايكنا فعاليت، د قرآن په حقايقو باندې د پوهيدو د آسانتيا په لار كښې يو ګام دی

23:03 - March 05, 2012
د خبر لمبر: 2286211
بين المللی ډله: مونږ پكار دی يو داسې كار وكړو چې قرآنی مفاهيم په ځائی او سيمه ايزو ژبو خلكو ته وړاندې شی، نو په دې وجه په ايشيائی، اروپائی او افريقائی سيمه ايزو ژبو باندې د ايكنا فعاليت يو مفيد او ارزښتناك كار دی او د قرآن كريم د حقايقو او مفاهيمو د آسانولو په لار كښې يو ګام دی.
د نجف په علميه حوزه كښې د حضرت امام خامنه‌ای(مدظله‌العالی) استازی او د دغې حوزې يو استاذ «محمدمهدی آصفی» د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د قرآنی شبكو او انټرنیټی سائیټونو جوړول يو ډير ښه كار دی چې په دې وروستيو كښې ئې په اسلامی نړۍ كښې بڼه نيولې ده او د ايران په اسلامی جمهوريت كښې هم په پراخه توګه تعقيبیږی، دا كار قرآن پاك د خلكو مينځ ته راولی او خلك د قرآن سره آشنا كوی او يو ډير ارزښتناك كار دی.
دوی زياته كړه: دغه شبكې او چينلونه پكار دی ترڅومره چې كوې شی قرآن دې په ځائی ژبو او په ساده او آسانه توګه د خلكو په لاس رسۍ كښې كیږدی چې خلك د هغو مفاهيمو، افكارو او حقايقو سره چې قرآن ئې مطرح كوی، آشنا او بلد شی.
د نجف په علميه حوزه كښې د حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نمائنده د نړۍ په سطحه د يو قرآنی خبری آژانس شتون يوه ډيره مهمه اړتيا وبلله او وئې وئيل: ننۍ نړۍ يوه داسې صحرا ده چې د قرآن تږې ده او دغه وچه بيديا نن سبا پكار دی د قرآن كريم د تعليماتو او معارفو څخه په ګټه اخيستنې سره په يوې سرسبزې، زرغونې، زرخيزې او د بركت نه په ډكې خاورې باندې بدله شی.
دوی د يو قرآنی خبری آژانس ترټولو مهمه دنده داسې بيان كړه: قرآن د خلكو د ژوند، د ښه ژوند تيرولو او د خپل ځان، خدای پاك (ج)، نړۍ، دوست او دښمن سره د غوره رابطې د ټينګولو لپاره نازل شوی دی، نو په دې وجه دغه رسالت او دنده پكار دی خلكو ته په يوه ساده ژبه وروپوهول شی، په يوه داسې ژبه چې د يوې ټولنې ټولې پرګنې پرې پوهیږی. 964979

captcha