بين المللی ډله: د ايران قرآنی خبری آژانس د اسلامی بيدارۍ د څپې له پيل څخه له كورنيو او بهرنيو نظر خاوندانو څخه د مركو په اخستلو او په دغې تاريخې مهمې پیښې پورې د اړوندو خبرونو په خپرولو او هم په ٤٠ مختلفو ژبو د هغو په ترجمه كولو او خپرولو سره، بهرنيو مخاطبانو او لوستونكو ته د اطلاع رسونې او آګاهی بخښنې په برخه كښې يو پرمخ بيونكی او هدايتونكی رول درلودی دی.
د بيروت د قرآن كريم جميعت مدير، د قرآنی علومو او تفسير كارپوه او د لبنان د جامعة المصطفی(ص) العالمية د څانګې استاذ احمد حاج حسين محمدی د ايران د قرآی خبری آژانس ايكنا سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: ايكنا د قرآن كريم د تعليماتو سره په اړوندو معاصرو مسائلو كښې يو مهم رول لوبوی او له هغو مسائلو څخه چې دغه خبری آژانس ورته په جديت سره پاملرنه كړې ده، د اسلامی بيدارۍ مسئله ده او په حقيقت كښې د ايران قرآنی خبری آژانس د اسلامی بيدارۍ د څپې له پيل څخه له كورنيو او بهرنيو نظر خاوندانو څخه د مركو په اخستلو او په دغې تاريخې مهمې پیښې پورې د اړوندو خبرونو په خپرولو او هم په ٤٠ مختلفو ژبو د هغو په ترجمه كولو او خپرولو سره، بهرنيو مخاطبانو او لوستونكو ته د اطلاع رسونې او آګاهی بخښنې په برخه كښې يو پرمخ بيونكی او هدايتونكی رول لوبولی دی.
دوی په دوام كښې د قرآنی خبرونو په نقلولو كښې صداقت او د خبر صحت د ايكنا له مهمو ځانګړتياو څخه وبلل او وئې وئيل: د خبرونو په منتقلولو كښې د ايكنا صداقت، د قرآن خاوندانو ته يو مثال او هغوی ته اصيله محمدی (ص) كړنلاره وړاندې كوی او هغوی په قرآنی فعاليتونوكښې د صحت او صداقت د دوو اصولو خيال ساتلو ته هڅوی. 964570