IQNA

17:22 - March 07, 2012
د خبر لمبر: 2287645

د ايت الله خامنه ای په حكم، د ايران د مجازی فضا لوړه شورا او استازی یې وټاكل شول

سياسی ډله: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای، نن په يوه حكم كې د ولسمشر محمود احمدی نژاد په مشرۍ د مجازی فضا شورا او حقيقی او حقوقی استازی یې وټاكل.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغوی په دې حكم كې د ټولنيز او فردی ژوند په بيلابيلو اړخونو د انټرنټ د نړيوالې شبكې پراخو اغيزو ته په اشارې سره ،له دې كبله د تاوانونو د مخنيوی لپاره پلانونه، او خلكو ته د ګټه ورو خدماتو لپاره له فرصتونو زياتې ګټه پورته كول ، ددې شورا د جوړيدا اصلی علتونه وبلل، او ټينګار یې وكړ، دغه شورا دنده لری چې دايران د ملی فضای مركز په نامه يو مركز جوړ كړی.
هغوی په دې حكم هيله څرګنده كړه ، د دې مركز په جوړيدا كې د چټكتيا تر څنګ، د شورا مشر او غړی ، ټاكل شويو هدفونو ته درسيدا لپاره غوره هڅې وكړی او په دې اړه د هيواد ټولې ادارې ، له دې مركز سره په ملګرتيا موظفې دی.
دغه شورا دنده لری چې د هيواد د مجازی فضايی ملی مركز په نامه يو مركز جوړ كړی، څو په داخلی او نړيواله سطح په مجازی فضا او د هارډ وير او سافټ وير له نظره له دې موضوع سره د هيواد د هوښيار او فعاله مقابلې د څرنګوالی په نسبت په فيصلو او د لوړې شورا دمصوبو په چوكاټ كې او په ټولو سطحو د فيصلو په دقيقې اجرا ، بشپړه څارنه محققه شی.
د درې ګوڼو قوو مشران ، د راډيو تلويزيون مشر، د ملی امنيت د لوړې شورا منشی، د اطلاعاتو او تكنالوجۍ وزير، د اسلا می ارشاد او كلتور وزير، د علومو وزير، د اطلاعاتو وزير، د اسلامی شورا د كلتوری كميسيون مشر ، د اسلامی تبيلغاتو د موسسې مشر، د اسلامی انقلاب د ساتندويو ځواكونو يا سپاه پاسداران مشر، د پوليسو مشر، د راډيو تلويزيون د بهرنۍ څانګې مشر ، د مجازی فضا د شورا غړی دی چې د رهبرۍ د ستر مقام له لوری ټاكل شوی دی.
967513
captcha