په ازبكستان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت فرهنګی سلاكار حميدمصطفوی د ايران د قرآن خبری آژانس د څلویښتمې ژبې د افتتاح په مناسبت د دغه خبری آژانس سره په مركه كښې د ايكنا د تيرو اتو كالو كړچار ارزښتناك وباله او وئې وئيل: د ايكنا فعاليت په تيره بيا د مينځنۍ ايشيا د سيمې د ژبو په برخه كښې د دغې سيمې د مسلمانو خلكو ترمينځ د قرآنی معارفو د خپريدو او پراختيا سبب شوی دی.
دوی د قرآنی فرهنګ او كلتور د ترويجولو په لړ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت اغيزمنو ګامونو ته په اشارې سره څرګنده كړه: په مختلفو ژبو د قرآنی خبرونو خپرول كوې شی قرآنی حقايقو ته د رسيدو لپاره د نړۍ د مسلمانانو د آګاهۍ، نژديكت او اتحاد د زياتيدو سبب شی. 967505