IQNA

د پاكستان سينیټ د قرآن كريم د ساحت د سپكاوی كونكو د مجازاتيدو غوښتنه وكړه

22:24 - March 07, 2012
د خبر لمبر: 2287721
بين المللی ډله: د پاكستان سناجرګې يا سينیټ پرون د رايو په اتفاق سره د يو پريكړه ليك په صادرولو سره د افغانستان د بګرام په هوائی اډه كښې د قرآن كريم سپكاوی وغنده او د دغه كار عاملانو ته د سزا د وركولو غوښتنه ئې وكړه.
د «PakTribune»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه پريكړه ليك كښې د پاكستان د سناجرګې استازو د دغه كار د عاملانو د پيژندنې لپاره د بشپړو تحقيقاتو د كولو او د هغوی د مجازاتيدو غوښتنه وكړه.
د پاكستان د سينیټ غړو همداراز ټينګار وكړ چې ناټو په كار دی د دغه شان پیښو د رامينځته كيدو د مخنيوی لپاره اقدام وكړی كومې چې د هغوی د بې مسئوليتۍ په وجه بڼه نيسی.
هغوی په دغه پريكړه ليك كښې د پاكستان له حكومته وغوښتل چې د ملګرو ملتو له سازمان، نړيوالې ټولنې او امريكې نه وغواړی چې د دغه كار ترسره كونكی وپيژنی او ورته دې سزا وركړی.
967522
captcha