IQNA

يوګانډا ته د اسلام د داخليدو د كليزې نمانځنه

22:24 - March 07, 2012
د خبر لمبر: 2287722
بين المللی ډله: افريقائی هيواد (( يوګانډا )) ته د اسلام د راخليدو د يوسل او اويايمې كليزې د نمانځلو مراسم د دغه هيواد په پلازمينه ((كامپالا)) كښې ترسره شول.
د «On Islam»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې چې د يوګانډا د مسلمانانو د شبكې، قانون او عدالت د اسلامی مركز(UNNet) په همت ترسره شوه، د يوګانډا د ولسمشر «يوئری موسونی» له خوا يو پيغام ولوستل شو.
دوی په دغه غونډه كښې چې د (( په يوګانډا كښې د اسلام ١٧٠ كاله، د اسلامی ټولنې په لور يوه لار)) نوم ئې درلود، په خپل پيغام كښې څرګنده كړه: يوګانډا ته د عربو سوداګرو او مبلغانو د راتلو له وخت څخه اسلام دغه هيواد ته لار پيدا كړه.
موسونی زياته كړه: د عربانو سره د يوګانډا اړيكې په ١٨٤٤ كال كښې پيل شوې، په داسې حال كښې چې ترهغه وخته پورې زمونږ د هيواد خلك د خپلو افريقائی خدايانو په عبادت اخته وو.
په حاضر حال كښې د يوګانډا د ٣٢ ميليون نفوسو ١٤ فيصده خلك مسلمانان دی. 967196
captcha