IQNA

ايت الله خامنه ای: د اسلامی شورا ټاكنو كې د ايران د ملت ګډون، د اسلامی نظام ته د رايو وركول دی

22:31 - March 08, 2012
د خبر لمبر: 2287996
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ د اسلامی شورا په وروستيو ټاكنو كښې د ايران د ملت د رايو اكثريت،د اسلامی نظام اصل ته درايی وركولو او په نظام د خلكو د باور ښودنه كوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د رهبرۍ د خبرګانو د شورا له مشر او غړو سره په كتنه كښې د ۲۰۱۲ م كال د مارچ د دوهمې په ټاكنوكښې د ايران د خلكو بابصيرته ، ځير، په وخت ، اوبې ساری ستر حركت او شتون قدرونه وكړه او ددغه پرتمين شتون د پايلو او اغيزو په بيانولو كښې یې وفرمايل د اسلامی شورا په وروستيو ټاكنو كښې د ايران د ملت د پريكنده اكثريت رايی يوه ویښوونكې څپیړه وه اوهغه كسان او دښمنان یې راویښ كړل چې د نظام د اصل ،راتلونكې او خلكو په هكله توهم كښې ښكيل دی او دغه شتون حقيقت هم روښانه كړ.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دی په ټينګار سره چې د ايران خلكو په رښتيا په دغو ټاكنوكښې حماسه وپنځوله زېاته یې كړه خلكو د مارچ د دوهمې په ټاكنو او د مخالفانو له جبهې سره په مقابله كښې د ايمان او بصيرت له آمله قدرت ډګر ته راوويست او په دغه ستر حركت سره یې د انتخاباتو د كم رنګه كولو لپاره د دښمنانو د څو مياشتو پلانونې په اوبو لاهو كړی .
حضرت آيت اله العظمی سيدعلی خامنه ای دينی ولسواكې د نظام بيلګې او په دغه بيلګه كښې د ټاكنو اهميت ته اشاره وكړه او ویې فرمايل ټاكنې د نظام يو مهم ركن دی او دينی ولسواكې هم په انتخاباتو ولاړه ده ، له دې كبله هر څوك چې په اسلامی نظام باورلری ، په ټاكنوكښې ګډون هم خپله دنده بولی ، حتی كه په ځينو موردونونيوكې هم ولری .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د امريكا دولسمشر دوروستيو څرګندونو په اړه چې ويلی یې دی له ايران سره د جنګ فكر نه كوی ، وفرمايل دا خبره ، ښه خبره ده او له توهم څخه د وتلو نښه ده ، خو د امريكا ولسمشر په دوام كې ويلی دی غواړو په بنديزونو سره ، د ايران ملت په ګونډوكړو ، چې د هغه دغه څرګندونې هم په دی موضوع كښې د نوموړې د توهم دوام ښودنه كوی .
د رهبرۍ ستر مقام ډاګينه كړه ددغو وهمونو دوام به امريكايی چارواكو ته ګوزارونه وركړی او د هغوئ محاسبې به ناكامه كړی ، ځكه د دښمنانو جبهې په تيره بيا امريكا له ۳۳ كلونومخكې د ايران په ملت بنديزونه لګولی او په تير يوه كال كښې یې د دغو بنديزونو په سختولو سره نيت درلوده خلك له اسلامی نظام څخه بيل كړی ، خو ټولو خلكو د مارچ په ۲۲ اسلامی نظام ته ر ايه وركړه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی شورا دنهم پړاؤ د ټاكنو يو بل مهم ټكی ،په اسلامی نظام د خلكو اعتماد وباله او زياته یې كړه د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ له جنجالی ټاكنو وروسته ځينو دا اټكل كاوه چې په اسلامی نظام د خلكو باور نور ختم شوی دی ، خو د مارچ د دوهمې ټاكنو دغو غلطو اخيستونو او اټكلونو ته روښانه او پريكنده ځواب وركړ.
968046
captcha