IQNA

په ملايشيا كې "د اسلامی هيوادونو اقتصاد" نومې نړيوال كانفرنس تر سره كیږی

22:30 - March 08, 2012
د خبر لمبر: 2288030
نړيواله ډله: اسلامی اقتصاد او اسلامی ملګرتياو تنظيم غړيو هيوادونو اقتصاد په اړه دوهم نړيوال كانفرنس د مارچ په اته ويشتمی نیټی د ملايشيا په پلازمينې كوالالمپور كې تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «iium»، یې نقلوی چې چې دا كانفرنس د ملايشيا د نړيوال پوهنتون سره تړلې اكنامكس او تفاهم ښوونځې په كوششونو سره " د اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو لپاره د اقتصاد طريقی" تر عنوان سره تر سره كیږی.
څرګنده وی چې په كانفرنس كې دتاجرانو پرمختګ او د ښځو رول، په اسلامی ملګرتياو تنظيم په معايشياتو كې د اسلامی پرمختګ بانك رول او داسلامی اقتصاد تعليمی معيار په شان موضوعاتو باندی خبری اترې كیږی.
د ويلو ده چې دا كانفرنس لومړۍ ځل لپاره په ميلادی كال 2009ء كې د ملايشيا په نړيوال پوهنتون كې تر سره شوی ؤ.
964533
captcha